د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې؛ د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري دوه نیم برابره زیاته شوې ده
د دید خبري اژانس: د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ حجم د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲.۵ برابره زیات شوی دی.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ.
د روسیې مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګرۍ حجم د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲.۵ برابره زیات شوی دی.
د غونډې په جریان کې، دواړو خواوو د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي پروژو په برخو کې د همکارۍ د پراختیا په اړه بحث وکړ.
د “شمال-جنوب” نړیوال ترانسپورټ دهلیز پراختیا هم د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ د بحث یوه بله موضوع وه.
افغان او روسي چارواکو موافقه کړې چې د ګډو پروژو په اړه بین الحکومتي خبرې اترې جاري وساتي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د تعامل د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.