د دید خبري اژانس: آریانا افغان هوايي شرکت د پاکستاني شرکت “زاپ ویز” سره د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیسټم او ویب پاڼې په برخو کې د همکارۍ قرارداد پای ته ورساوه.

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان وکړ چې د هوايي چلند خدماتو په سکتور کې فعال پاکستاني شرکت “زاپ ویز” سره د شرکت د همکارۍ قرارداد پای ته رسیدلی دی.
د آریانا په وینا، په قرارداد کې د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیسټم او د شرکت د ویب پاڼې مدیریت کې خدمات وړاندې کول شامل وو.
آریانا افغان ویلي چې دوی نوی سیسټم په ټیټ لګښت رامینځته کړی او له اوس څخه به په خپلواکه توګه پورته ذکر شوي خدمات اداره او چمتو کړي.