افغانستانخبرنړۍ

د مسکو فارمټ د افغانستان او د کابل-اسلام آباد د کړکېچ په تمرکز سره پیل شوه

د دید خبري اژانس: د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه نن دوشنبه د روسیې په پلازمېنه پیل شوې، چې د لسو هېوادونو استازي او د بېلاروس او مصر د مېلمنو په توګه حضور لري.

د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت، د کابل او اسلام آباد وروستي کړکېچونه، اقتصادي او سیمه ییزې همکارۍ او له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره مبارزه د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د افغان پلاوي مشري کوي. د غونډې په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم وینا وکړه.

متقي په خپلو خبرو کې د سیمې د هېوادونو او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ او زیربناوو په برخو کې یې د دغه هېواد د ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره اوږدمهاله اقتصادي شریک وباله او د بهرنۍ پانګونې د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

په سیاسي او امنیتي برخه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو وضعیت د پام وړ دی. مسکو اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د منلو وړ حل موندلو لپاره د منځګړیتوب په توګه کار کولو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې سږنۍ غونډې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو اترو زمینه برابره کړې ده. سرګي لاوروف او امیر خان متقي هم د غونډې له پیل مخکې له یو بل سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button