د غزې په جګړه کې د مړو شمېر ۷۴،۲۳۷ ته ورسېد
د دید خبری اژانس: د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ شهیدان او ۱۸ ټپیان د غزې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د وزارت په وینا، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شویو شهیدانو په منځ کې، ۶ تنه په نویو بریدونو کې شهیدان شوي او ۳ نور د پخوانیو ټپونو له امله مړه شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د اوربند له ټینګیدو راهیسې، ۱۴۵۴ فلسطینیان وژل شوي او ۵۰۹۰ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه، په دې موده کې، د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې د ۸۳۵ قربانیانو جسدونه د کنډوالو لاندې څخه را ایستل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د مجموعي احصایو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د جګړې له پیل راهیسې، د شهیدانو ټولټال شمېر ۷۴،۲۳۷ ته رسیدلی او د ټپیانو شمېر ۱۷۵،۲۰۶ ته رسیدلی دی.
وزارت ټینګار وکړ چې د غزې په مختلفو سیمو کې لاهم یو شمیر شهیدان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي، او د دې سیمو ځینو ته د مرستې ټیمونو لاسرسی له ستونزو سره مخ دی.