امنیت او حوادثخبرسیمه

د پاکستان پوځ د ځايي طالبانو او بلوچ ډلو ۱۱ غړي وژلي

د دید خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د څو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو ډلو ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په وینا، د تحریک طالبان پاکستان پنځه غړي د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او د دوی پټنځای هم ویجاړ شوی دی. د پاکستان پوځ ویلي چې په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

همدارنګه، د بلوچستان ولایت په ماشکیل سیمه کې، د یوې بلوچ وسله والې ډلې شپږ غړي چې د پاکستاني پوځ په وینا، د پوځي پوستو د برید پلان یې درلود، ووژل شول.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دا عملیات د “ځواک د ټاکلو” پلان او د “رد الفتنه ۳” عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي، چې موخه یې د وسله والو ډلو سره د مقابلې او امنیت ډاډمن کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button