نږدې ۶ میلیونه کډوال ماشومان په ۲۰۲۵ کال له زده کړې بې برخې شوي
د دید خبري اژانس: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو نشتوالي د میلیونونو کډوالو ماشومانو زده کړې ته لاسرسی له جدي بحران سره مخ کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی چې د ښوونځي عمر لرونکو ۱۳.۱ میلیونه کډوالو ماشومانو څخه، شاوخوا ۴۴ سلنه یې، چې نږدې ۶ میلیونه ماشومانو سره برابر دي، په ۲۰۲۵ کال له زده کړې بې برخې شوي.
د ملګرو ملتونو اداره وايي چې د مالي سرچینو کمښت او د نړیوالو مرستو نشتوالي د کډوالو ماشومانو لپاره ښوونځي او زده کړې ته د لاسرسي فرصت په جدي توګه محدود کړی دی.
د راپور له مخې، د دې وضعیت دوام کولی شي په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کډوالو ماشومانو د تعلیمي او ټولنیز راتلونکي لپاره اوږدمهاله پایلې ولري.
د کډوالو لپاره د عالي کمیشنرۍ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د اړینو مالي سرچینو چمتو کولو او د کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړې حق تضمین کولو لپاره نور اقدامات وکړي.