اسلایدشوافغانستانخبر

“حقیق” راډیو په کابل کې د رسمي خپرونو له پیل سره خپل فعالیتونه پیل کړل

د دید خبري اژانس: “حقیق” راډیو په کابل کې د رسمي خپرونو له پیل سره خپل رسنیز فعالیتونه پیل کړل.

د “حقیق” راډیو مشر عبید نجرابي وايي چې د خبرونو خپرولو سربیره، دا رسنۍ به د اوریدونکو لپاره په ټولنیزو، کلتوري، تعلیمي، معلوماتي او عامه پوهاوي برخو کې هم پروګرامونه چمتو کړي.

د نجرابي په وینا، د دې راډیو هدف د کره، باوري او پر وخت معلوماتو چمتو کول او د ټولنې اړتیاوو او د ورځې مهمو مسلو په اړه مسلکي او عملي محتوا تولیدول دي.

د “حقیق” راډیو چارواکي وايي چې دا رسنۍ به د مسلکي ژورنالیزم د اصولو په پام کې نیولو سره د خلکو نظرونه او غږونه منعکس کړي او همدارنګه د تعلیم، کلتور او ټولنیز پوهاوي زیاتولو په برخو کې کار وکړي.

دوی ټینګار کوي چې “حقیق” راډیو هڅه کوي چې د متنوع پروګرامونو په تولید او خپرولو سره په کابل کې د رسنیو او معلوماتو د ځای په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button