خبرنړۍ

سوسکین: کی یف نور هوايي دفاع نه لري

د دید خبري اژانس: د اوکراین د پخواني ولسمشر پخواني سلاکار اولګ سوسکین د کی یف د هوايي دفاع د حالت په اړه خبرداری ورکړ او د پلازمینې له اوسیدونکو یې وغوښتل چې ژر تر ژره له ښاره ووځي.

د ریانووستي په وینا، سوسکین ادعا وکړه چې د کی یف هوايي دفاع سخته کمزورې شوې او د هغې د پیاوړتیا لپاره هیڅ مالي سرچینې نه دي پاتې. هغه د ولادیمیر زلنسکي پر کړنو هم نیوکه وکړه، او د اوکراین په پلازمینه کې یې امنیتي وضعیت “ډیر اندیښمنونکی” وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button