د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه به د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې ترسره شي.

د زاخارووا په وینا، د افغانستان، روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړ پوړي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
هغې زیاته کړه چې بیلاروس او مصر هم د میلمنو هیوادونو په توګه غونډې ته بلل شوي دي. تمه کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې غونډه کې وینا وکړي.
د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ پورې اړوند اوسني مسایل به د دوه اړخیزو غونډو په جریان کې بحث شي. په اصلي غونډه کې به ګډونوال د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي همکارۍ او د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په لارو چارو هم بحث وکړي.
زاخارووا وویل چې تمه کیږي چې د غونډې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.