افغانستانخبرسیمه

تاجکستان افغانستان ته د برېښنا صادراتو د زیاتوالي لپاره چمتووالی اعلان کړ

د دید خبري اژانس: د افغانستان او تاجکستان د برېښنا شرکتونو چارواکو په یوه غونډه کې د برېښنا وارداتو د زیاتوالي، د انرژۍ همکارۍ پراختیا او د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لیږد لین جوړولو په اړه بحث وکړ.

د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان د برېښنا شرکت له مشر محمد عمر آسوزاده سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د انرژۍ همکارۍ پراخولو په اړه یې بحث وکړ.

د غونډې په جریان کې، تاجک لوري د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لیږد لین د جوړولو پلان تشریح کړ او افغانستان ته د برېښنا صادراتو د زیاتوالي لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ.

دواړو لوریو د انرژۍ په سکتور کې د همکارۍ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا لیږد ظرفیت لوړولو باندې هم ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button