افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د کابل او دوشنبې د سوداګرۍ خونو مشرانو د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه بحث وکړ

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرانو نن چهارشنبه (د میزان ۸مه) په یوه آنلاین غونډه کې د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه بحث وکړ.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دې غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر کریم هاشمي او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر فرهاد شاه رحمان علي زاده د سوداګریزو تبادلو پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر تاجک سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په کابل کې د امام ابو حنیفه په پنځم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي. په بدل کې، د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر هم افغان پلاوي ته بلنه ورکړې چې په دوشنبه کې د تاجک سوداګرۍ او صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي.

دواړو خواوو د سوداګریزو پلاويو په تبادلې او د افغانستان او تاجکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د دوامداره همکارۍ په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button