افغانستانخبر

د طالبانو د صنعت وزیر بیلاروس ته سفر وکړ

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بیلاروس جمهوریت په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د دې سفر موخه د بیلاروس په دوهم نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون او د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره لارې چارې لټول دي.

د وزارت د اعلان له مخې، عزیزي به د دې سفر په جریان کې د بیلاروس نړیوال صنعتي نندارتون څخه لیدنه وکړي او د ګډون کوونکو هیوادونو په عمومي غونډه کې به هم ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ټاکل شوې ده چې د بیلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره وګوري او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button