د دید خبري اژانس: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سوداګرو لپاره د هوايي خدماتو لګښتونو کې د پام وړ کمښت اعلان کړ.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د هوايي ترانسپورټ له لارې د توکو د لیږد د پراختیا او د سوداګرو د لګښتونو د کمولو لپاره یې د ځینو هوايي خدماتو لګښتونه کم کړي دي.
د وزارت په وینا، د هوايي امنیت د چمتو کولو لګښت له ۱۰۰ ډالرو څخه ۱۰ ډالرو ته او د ځمکنیو خدماتو لګښت له ۹۶ ډالرو څخه ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.
وزارت دا هم وویل چې د توکو د لیږد لپاره د ځانګړو الوتنو لپاره تر ۵۰ سلنې پورې تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړه چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه نږدې ۱۱۰۰ بار وړونکي او مسافر وړونکي الوتنې ترسره شوې.
د دې احصایې له مخې، په ۱۱۱ بشپړ بار وړونکو الوتنو کې له ۷۵۳۵ ټنو څخه ډیر توکي لیږدول شوي او په ۹۶۵ مسافر وړونکو الوتنو کې شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي لیږدول شوي دي.
د وزارت په وینا، دا الوتنې هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو ته ترسره شوې.