خبرسیمهنړۍ

ایران: په نوې جګړه کې به د هند په سمندر کې امریکايي کښتۍ په نښه کړو

د دید خبري اژانس: د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو سیاسي مرستیال علي محمدي خبرداری ورکړی چې که امریکا نوې جګړه پیل کړي، ایراني ځواکونه به حتی د هند په سمندر کې د دغه هیواد جنګي بیړۍ په نښه کړي.

فارس خبري اژانس نن یکشنبه د میزان ۵ مه د محمدي له قوله راپور ورکړ چې ایران به د فارس خلیج په سیمه کې د یوې نوې شخړې په صورت کې د خپل غبرګون ساحه محدوده نه کړي.

محمدی همداشان یو ځل بیا د هرمز تنګی په کنټرول او مدیریت کې د ایران په رول باندې تاکید وکړ او د دغې اوبو د لارې په هکله د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره یې وویل: که ټرمپ د هرمز تنګی خپل تنګی ګڼی نو بیا ولې دلته د هغه بېړۍ او کشتۍ نه شته؟

په ورته وخت کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ابوالفضل شکارچي هم په هرمز تنګي کې د امریکا د هر ډول لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام به د ایران له سخت غبرګون سره مخ شي.

شکارچي له دې مخکې ویلي وو چې د هرمز تنګي ابتکار د ایران د وسله والو ځواکونو په لاس کې دی او د ایران له ټاکلې لارې بهر د کښتیو تګ راتګ به د امنیت له تضمین پرته ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button