خبرنړۍ

شي جين پينګ: امريکا بايد د جنجال پر ځای پر خبرو تمرکز وکړي

د دید خبري اژانس: د چين ولسمشر شي جين پينګ واشنګټن ته د خپل درې ورځني سفر په پيل کې له چين او امريکا څخه وغوښتل چې د مقابلې پر ځای پر مشارکت، خبرې اترې او د اختلافاتو په اداره کولو تمرکز وکړي. په واشنګتن کې د چين د سفارت له خوا په خپور شوي پيغام کې نوموړي وويل چې د دواړو هېوادونو ګټې يو له بل سره ژورې اړيکې لري او بېجينګ او واشنګټن بايد د همکارۍ تر څنګ په ځانګړو چوکاټونو کې خپلې سيالۍ اداره کړي.

شي جين پينګ د چهارشنبه په ورځ واشنګټن ته ورسېد او د انډروز په هوايي اډه کې يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شخصي توګه ښه راغلاست ووايه او د نړۍ د دوو اقتصادي زبرځواکونو ترمنځ په اړيکو کې يې د دغه سفر پر اهميت ټينګار وکړ.

د رویټرز د راپور له مخې، تجارت، ټیکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او د ایران جګړه به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو مهم موضوعات وي. د تاوتریخوالی کمولو له هڅو سره سره، د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ بنسټیز توپیرونه پاتې دی.

په ورته وخت کې، امريکا او چين موافقه کړې چې موجوده سوداګريز اوربند چې ټاکل شوې وه د نومبر له لسمې نېټې څخه د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې وغځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button