اسلایدشوافغانستانخبرنړۍ

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانانو لپاره د دوامداره ملاتړ ټینګار کوي

د ډیډ خبري اژانس: د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د تماس ډلې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې یوه غونډه وکړه او په افغانستان کې یې د بشري او پرمختیایي وضعیت وروستي او د دې هیواد اړتیاوو ته د نړیوالې ټولنې د ځواب ویلو د پیاوړتیا لارې چارې وڅیړلې.

د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي اسماعیل اولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغان خلکو د ملاتړ لپاره د سازمان پر ژمنې ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د اسلامي همکارۍ سازمان چلند د افغان چارواکو سره د تعامل او عملي همکارۍ پر بنسټ ولاړ دی؛ یوه داسې تګلاره چې د هغه په ​​وینا د افغان خلکو د ګټو د خوندي کولو او د بشري فعالیتونو د دوام ډاډمن کولو په هدف تعقیب کیږي.

د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي په کابل کې د خپل استازیتوب او سیمه ایز دفتر له لارې د سازمان فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا هڅې دوام لري، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړې، روغتیا او ټولنیز یووالي د پیاوړتیا په برخو کې.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل او د پراختیایي پروسو د ملاتړ لپاره د نړیوالو هڅو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button