د دید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د خپل جرمني سیال یوهان وادفول سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې چین او اروپا باید په سوداګریزه جګړه کې ښکیل نه شي او خپل اختلافات باید د خبرو اترو او مشورې له لارې حل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو خواوو د دوه اړخیزې همکارۍ او نړیوال اقتصادي ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ. وانګ یی له جرمني څخه وغوښتل چې د چین په وړاندې “عقلي او عملي” چلند وکړي او د آزادې سوداګرۍ ملاتړ وکړي او په اروپایي اتحادیه کې د محافظتي پالیسیو مخالفت وکړي.
په مقابل کې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې سوداګریزې اړیکې باید د عادلانه قوانینو پر بنسټ وي او د مساوي لوبې ډګر رامینځته کړي.
دواړو وزیرانو په ایران کې د پرمختګونو، د اوکراین په جګړه او د تایوان په مسله هم نظرونه تبادله کړل.