خبرنړۍ

امریکا به په ګرینلنډ کې دوه پوځي اډې جوړې کړي

د دید خبري اژانس: امریکا به په سویلي ګرینلنډ کې د سړې جګړې د دورې پوځي اډه بیا فعاله کړي او د ټاپو په ختیځ کې به د ډنمارک او ګرینلنډ سره د یوې موافقې د یوې برخې په توګه بله اډه جوړه کړي.

د راپور له مخې، د دې اډو د جوړولو او فعالولو تړون به د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د متحده ایالاتو، ډنمارک او ګرینلنډ چارواکو ترمنځ لاسلیک شي.

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د تړون هدف د ګرینلنډ او متحده ایالاتو امنیت پیاوړی کول دي.

رویټرز، د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې دا اقدام به په ګرینلنډ کې د متحده ایالاتو نظامي شتون زیات کړي، چې په شمال قطب کې یو ستراتیژیک ټاپو دی چې د خپل جغرافیایي موقعیت او امنیتي اهمیت له امله د واشنګټن لپاره په زړه پورې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button