د دید خبري اژانس: د پولیو څخه پاک افغانستان سازمان اعلان وکړ چې د پولیو واکسین کمپاین نن، دوشنبه د ۱۴۰۵ د سنبلې ۳۰ د افغانستان په ټولو سیمو کې پیل شو.

سازمان له کورنیو څخه غوښتي چې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو له لارې په هیواد کې د پولیو له منځه وړلو کې همکاري وکړي.