د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د قزاقستان سفیر د هیواد د اولمپیک، بدني روزنه او سپورت څانګې له عمومي رییس سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سپورتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د افغانستان د اولمپیک، بدني روزنه او سپورت څانګې له عمومي رییس احمدالله وثیق سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سپورتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې، د قزاقستان سفیر د افغانستان سره د سپورتي اړیکو د زیاتولو لپاره د خپل هیواد د چمتووالي اعلانولو سره، افغان لوبغاړو او سپورتي ټیمونو ته بلنه ورکړه چې قزاقستان ته سفر وکړي ترڅو په روزنیزو پروګرامونو او دوستانه سیالیو کې برخه واخلي.
اکباسوف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سپورتي اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ، او د قزاقستان په سپورتي پروګرامونو کې د ګډون لپاره د افغان لوبغاړو لپاره د ډیرو فرصتونو په برابرولو ټینګار وکړ.
احمدالله وثیق د همکارۍ د وړاندیز هرکلی کولو سره، د دواړو هیوادونو د سپورتي ټیمونو ترمنځ د روزنیزو کمپونو او دوستانه سیالیو ترسره کول د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سپورتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام وباله.