د دید خبري اژانس: د اندونیزیا په جاوه سمندر کې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبیدو وروسته د ۱۳۰ کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات د دوهمې ورځې لپاره هم دوام لري.

د اندونیزیا د ژغورنې چارواکو په وینا، ۶۲۲ کسان او شاوخوا ۱۲ کښتۍ په دې عملیاتو کې ښکیل دي. تر اوسه پورې، د شپږو کسانو د مړینې تایید شوی او ۱۰۷ مسافر او عمله ژغورل شوي دي.
د «Virgo Transport 8» کښتۍ چې ۲۴۳ کسان په کې سپاره وو، د تیرې اونۍ په پای کې د سخت طوفان په جریان کې ورکه شوه او بیا ډوبه شوه.
د اندونیزیا چارواکو ویلي چې د پیښې د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.