افغانستانخبر

د “اذان” تعلیمي راډیو پروګرام په کابل کې فعالیت پیل کړ

د دید خبري اژانس: د “اذان” تعلیمي راډیو پروګرام په کابل کې خپل فعالیت د ټولنیز پوهاوي د لوړولو او خلکو ته د تعلیمي محتوا د چمتو کولو په هدف سره پیل کړی دی.

د “اذان” تعلیمي راډیو پروګرام چارواکي وايي چې دا پروګرام په تعلیمي او ټولنیزو مسلو تمرکز سره پیل شوی او هڅه کوي چې خلکو ته هغه معلومات چمتو کړي چې دوی ورته د راډیو له لارې اړتیا لري.

د دې پروګرام مشر حامد زوند وویل چې “اذان” به د راډیو پروګرامونو په بڼه مختلف ټولنیز مسایل پوښښ کړي.

د چارواکو په وینا، راډیو لاهم د افغانستان په ډیری ولایتونو او ولسوالیو کې د تعلیم، پوهاوي او معلوماتو لپاره یوه مهمه وسیله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button