د دید خبري اژانس: د هند د ژغورنې ټیمونو د دوشنبې په ورځ (د سنبلې په ۱۶مه) په نوي ډیلي کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د نړېدو په کنډوالو کې د لټون عملیات دوام ورکړ، چې لږترلږه شپږ کسان پکې ووژل شول.

د ژغورنې چارواکو وویل چې ممکن یو شمیر خلک لاهم د کنډوالو لاندې بند پاتې وي. د ملي ناورین مدیریت ادارې، د اور وژنې ډلې او پولیس د درنو ماشینونو او لټون سپو په کارولو سره د ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د هند د طبي علومو انسټیټیوټ سره تړلي ټراما مرکز وویل چې د پیښې لس قربانیان مرکز ته لیږدول شوي؛ پنځه یې په لاره کې مړه شول او یو بل ناروغ، چې په جدي حالت کې و، وروسته د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د “ستیا نیکیتان” سیمه د سلګونو پوهنتون زده کونکو کور دی چې په ګڼ میشتو ودانیو کې ژوند کوي. د ودانیو نړېدل په هند کې نسبتا عام پیښه ده، په ځانګړې توګه په غیرقانوني او غیر معیاري جوړښتونو کې.
د هند لومړي وزیر نارندرا مودي دا پیښه “دردناکه” بللې ده.