خبرنړۍ

په امریکا کې د امازون بار وړونکې الوتکه لوېدلې؛ پنځه کسان مړه شوي

د دید خبري اژانس: د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي نړیوال هوايي ډګر کې د امازون بار وړونکې الوتکه له رن وی څخه وغورځېده او له څو موټرو سره ټکر شوه، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شول.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا دوه بجې رامنځته شوه.

سیمه ییزو چارواکو وویل چې له پېښې وروسته د خلکو خوندیتوب ته کوم ګواښ نه دی متوجه او د پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button