افغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

په هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه رب تولیدوي

د دید خبري اژانس: د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یوه تولیدي فابریکه هره ورځ تر ۲۵ ټنو پورې د رومي رب تولیدوي او کورنیو بازارونو ته یې عرضه کوي.

د “شیرین شاد” فابریکې چارواکي وايي چې شرکت هره ورځ تر ۱۵۰ ټنو پورې د رومي رب پروسس کوي او له هغې څخه رب تولیدوي.

د فابریکې د ونډه وال احمد احمدي په وینا، شرکت د رب او پخي لوبیا په تولید کې فعال دی او اوس مهال یې ۷۰ کسانو ته مستقیم کار برابر کړی دی.

په هرات کې د خوراکي توکو د تولید ظرفیت لوړول په داسې وخت کې ترسره کیږي چې اقتصادي فعالین د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د خامو موادو چمتو کولو او د تولیدي فابریکو د فعالیتونو پراخولو لپاره د اساس چمتو کولو باندې ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button