افغانستانخبرنړۍ

لاوروف: په افغانستان کې د ناټو ماموریت په ناکامۍ او بې عزتۍ پای ته ورسید

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د ناټو پر دوامداره فعالیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د پوځي اتحاد ماموریت په “ناکامي او بې عزتۍ” پای ته ورسید او لویدیځ ځواکونه اړ شول چې ووځي.

لاوروف د ختیځ اقتصادي فورم په څنډه کې وویل چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان باید د وارسا تړون په څیر منحل شوی وای، مګر ناټو د خپل شتون د ساتلو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره نوي ګواښونه او توجیهات لټول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت او لویدیځ پوځي شتون د پراخولو لپاره یوه بهانه برابره کړه، مګر دا ماموریت په پای کې په ناکامۍ پای ته ورسید.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو له وتلو وروسته، د “روسیه ګواښ” د شوروي ګواښ ځای نیولی، او ناټو د خپلو فعالیتونو د دوام توجیه کولو لپاره له دې مسلې څخه کار اخلي.

لاوروف پخوا په څو ځله په افغانستان کې د لوېدیځ پر پوځي حضور نیوکه کړې وه، او له دغه هېواد څخه یې د امریکا او ناټو ځواکونو وتل د لوېدیځ د پوځي پالیسیو د ناکامۍ نښه بللې وه.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل شو او نږدې دوه لسیزې یې دوام وکړ. وروستي امریکایي سرتیري د ۱۴۰۰ کال د سنبلې په ۹مه له افغانستان څخه ووتل، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته ورسوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button