افغانستانخبرنړۍ

مجاهد: لویدیځوال باید د افغانستان په وړاندې خپلې جنګي پالیسۍ بدلې کړي

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په پالیسیو کې د بدلون او له کابل سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه اروپایي هیوادونو سره ښې او متوازنې اړیکې غواړي.

له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې مجاهد وویل چې هغه هیوادونه چې په تیرو وختونو کې په افغان جګړه کې ښکیل وو، باید د جګړې په اړه خپلې پالیسۍ بدلې کړي او له کابل سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ چلند د متوازنو اړیکو رامینځته کول او د افغانستان ګټې خوندي کول دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د حکومت ډیپلوماټیکې اړیکې له مختلفو هیوادونو سره زیاتې شوې دي، که څه هم له ډیرو لویدیځو هیوادونو سره اړیکې لاهم د محدودو تعاملاتو په کچه پاتې دي.

دا دریځ د لویدیځو او غیر مسلمانو هیوادونو په وړاندې د طالبانو د ایډیالوژیکي چلند کې د بدلون نښه ګڼل کیدی شي؛ یوه داسې تګلاره چې په وروستیو کلونو کې د “کافر” هیوادونو سره د ښکاره مقابلې څخه سیاسي ښکیلتیا او د هغوی سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته تللې ده.

له بلې خوا، په بهرني سیاست کې دا انعطاف، د افغانستان دننه د ځینو مذهبونو او قومي ډلو په وړاندې د محدودیتونو او فشارونو دوام او شدت سره، د دې ډلې د بهرني چلند او کورني پالیسۍ ترمنځ واټن په ګوته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button