خبرنړۍ

روسیه: د جرمني د روسیې ضد اقدامات به د مسکو له سخت غبرګون سره مخ شي

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمني لخوا په بن کې د روسیې د قونسلګرۍ او په برلین کې د “روسی کور” د تړلو پریکړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د بشپړ ویجاړولو په لور یو بل ګام دی.

وزارت وویل چې برلین دا پریکړه د “جعلي پلمې” لاندې کړې او په قصدي ډول د روسیې او جرمني په اړیکو کې د تاوتریخوالي د زیاتولو په لټه کې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د جرمني چارواکو کړنې به د مسکو له سخت غبرګون سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button