د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان فائو (FAO) د عمومي رییس ریچارډ ټرینچارډ سره په لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د سازمان د همکارۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان فائو (FAO) د عمومي رییس ریچارډ ټرینچارډ سره په لیدنه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د سازمان د همکارۍ د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د کرنې سکتور اړتیاوو ته په اشارې سره، عمري د فائو FAO څخه د اصلاح شویو تخمونو د چمتو کولو او ترویج، د څارویو د نسلونو د ښه کولو، د تخمونو او عضوي سرې تولید، او د خاورې تشخیص او ازموینې لپاره د ځانګړو مرکزونو د جوړولو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خپاره شوي راپور له مخې، په لرې پرتو سیمو کې د څارویو لپاره د اوبو د څاګانو جوړول، د شیدو راټولولو مرکزونه جوړول، او د معیاري مسلخونو جوړول هم د طالبانو د کرنې وزیر لخوا د نورو غوښتنو په ډله کې وو.
د فائو عمومي رییس دا هم اعلان وکړ چې د کرنې وزارت لخوا پورته شوي لومړیتوبونه د سازمان په پروګرامونو کې په پام کې نیول کیږي او فائو به په افغانستان کې د اوږدمهاله پروګرامونو پلي کولو باندې تمرکز وکړي.
ریچارډ ټرینچارډ د افغانستان لپاره د لا زیاتو پانګونو د راجلبولو لپاره د سازمان هڅې هم اعلان کړې او له هیواد سره یې د فائو دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.