د دید خبري اژانس: د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه جګپوړي مشرې خبرداری ورکړی چې د افغانستان خلک د ژوندي پاتې کېدو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي سیستم د سقوط په درشل کې دی.

افغانستان ته د خپل وروستي سفر وروسته، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوې جګپوړې مشرې یاسمین پرز ډسیموز وویل چې په هېواد کې بشري اړتیاوې پراخې پاتې دي او د بهرنیو مرستو کمښت په خلکو او روغتیايي مرکزونو فشار زیات کړی دی.
هغې افغانستان په نړۍ کې د سره صلیب د فعالیت له پنځو لویو برخو څخه یو وباله او ویې ویل چې د سازمان د بودیجې کمښت د ځینو بشري پروګرامونو د دوام او پراختیا په اړه پریکړه کول ستونزمن کړي دي.
ډسیموز د افغانستان د خلکو لپاره د ملي او نړیوالو ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په هېواد کې بشري وضعیت باید هېر نه شي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه اوس مهال په افغانستان کې د ۴۶ روغتیايي مرکزونو او اوو بیارغونې مرکزونو ملاتړ کوي؛ هغه مرکزونه چې د جګړې قربانیانو، د ماینونو چاودنو، او د جګړې څخه پاتې شویو مهماتو ته خدمات وړاندې کوي.