خبرنړۍ

فیدان: نتنیاهو د انسانیت او نړیوال امنیت ګډ دښمن ګرځیدلی دی

د دید خبري اژانس: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر په کړنو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: “هغه د جنګي جرمونو او نسل وژنې په دوام سره د انسانیت، نړیوالې ټولنې او نړیوال امنیت ګډ دښمن ګرځیدلی دی.”

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، په دې ټینګار سره چې نړیواله ټولنه باید د بنیامین نتنیاهو د کړنو په وړاندې جدي دریځ ونیسي، ټینګار وکړ چې د اسراییلو لومړی وزیر نور یوازې د سیمې لپاره ګواښ نه دی، بلکې نړیوال امنیت او ثبات یې هم اغیزمن کړی دی.

فیدان په استانبول کې په یوه وینا کې وویل: “نتنیاهو باید ودرول شي ځکه چې د هغه کړنې نه یوازې د سیمې خلکو ته، بلکې د نړۍ ټولو خلکو ته زیان رسوي.”

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم نتنیاهو د یو بې باوره کس په توګه بیان کړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د هغه خطر سره مقابله وکړي چې د هغه پالیسیو رامینځته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button