اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر
د هرات صادرات ۹۰ ملیون ډالرو ته ورسیدل
د دید خبري اژانس: د هرات د سوداګرۍ خونه وايي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د دې ولایت صادرات ۹۰.۸۸۰ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي، چې ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له دې ولایت څخه له ۱۱۰،۰۰۰ ټنو څخه ډیر کورني محصولات بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.
د دې صادراتو ارزښت ۹۰.۸۸۰ ملیون ډالرو ته اعلان شوی، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
میوه، زعفران، طبي بوټي، غالۍ او د څارویو محصولات له هرات څخه صادر شوي اصلي توکي وو.
طالبان وايي چې د دې حکومت بهرنۍ پالیسي په اقتصاد متمرکزه ده او د صادراتو د زیاتوالي او بهرنیو بازارونو ته د افغان تولیدونکو د لاسرسي لپاره به د اساس چمتو کولو لپاره کار وکړي.