د دید خبري اژانس: د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په پنځو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال اعلان کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن، دوشنبه، د سنبلې ۹مه، د نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونه به د باران شاهد وي.
د دې وړاندوینې له مخې، د دې ولایتونو په ځینو برخو کې به د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ باران وي او د سیلابونو احتمال هم شته.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په یو شمیر شمالي، لویدیځو، سویلي، سویل ختیځو، ختیځو او مرکزي سیمو کې د قوي بادونو خبرداری هم ورکړی دی.
د دې بادونو سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۹۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.