افغانستانخبرخبرې اترېسیمهنړۍ

له افغانستان پرته د شانګهای غونډه به په بیشکک کې جوړه شي

د دید خبري اژانس: ټاکل شوې د شانګهای د همکاريو سازمان سرمشريزه د دوشنبې په ورځ د قرغزستان په مرکز بیشکک کې جوړه شي او د غړو هېوادونو مشران به په کې د سياسي، امنيتي او اقتصادي مسايلو او د مهمو سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو په اړه د نظريو تبادله وکړي.

په دې غونډه کې به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ګډون وکړي. د روسيې د ولسمشر مرستيال يوري اوشاکوف وويل، چې پوتين به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې قرغزستان ته سفر وکړي او د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې به ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د روسیې، بیلاروس، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون د لسو غړو هېوادونو مشران ګډون کوي.

افغانستان او منګولیا د دغه سازمان د څارونکو هېوادونو په ډله کې دي او ۱۵ نور هېوادونه هم د خبرو د شریکانو حیثیت لري. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو، د اوراسيا د اقتصادي ټولنې، د امنيتي تړون د ګډ سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د څارونکي په توګه د افغانستان له غړیتوب سره سره دغه هېواد په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې استازی نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button