د دید خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې واشنګټن د تېلو په سکتور کې له وینزویلا سره یو پراخ تړون ته رسیدلی، او دا یې د “په تاریخ کې ترټولو لویه معامله” بللې ده.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، ټرمپ ادعا کړې چې امریکا به د دې تړون له لارې د وینزویلا د ثابتو تېلو زیرمو څخه د ۶۵ ملیارد بیرل څخه زیاتو ته لاسرسی ومومي.
فایننشل ټایمز هم د یو امریکایی چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د دې تړون له مخې، خصوصي امریکایی شرکتونه به د وینزویلا سره په ګډو پروژو کې د تېلو تولید ۵۵ سلنه برخه ولري.
ویل کیږي چې پدې تړون کې امریکایی شرکتونو ته د اوږدې مودې لپاره د وینزویلا د ځینو تېلو ساحو څخه د استخراج حق ورکول شامل دي.
په هرصورت، د دې تړون د محتوا او د ۱۰۰ کلنې مودې د ادعا په اړه رسمي او خپلواک توضیحات لا تر اوسه په بشپړه توګه تایید شوي ندي.
حقوقي کارپوهان د تېلو دا قرارداد تحمیل بولي او د ټرمپ لخوا د وینزویلا د ولسمشر تښتولو ته په اشارې سره، دا د هیواد د ملي شتمنۍ د لوټ کولو هڅې په توګه ارزوي.