افغانستانخبرنشه یي توکي

په ننګرهار کې د نشه يي توکو د درملنې لپاره د ۱۰۰۰ بستریز مرکز پرانیستل شو

د دید خبري اژانس: په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د درملنې لپاره د ۱۰۰۰ بستریز مرکز پرانیستل شو.

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا مرکز د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په موخه جوړ شوی او په هیواد کې د نشه يي توکو د درملنې مرکزونو د ظرفیت لوړولو د هڅو یوه برخه ده.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې د دفتر د ملکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د نشه يي توکو د درملنې مرکزونو د ملاتړ او د هغوی لپاره د طبي خدماتو د پراخولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه د درملنې او روږدو کسانو د روغ ژوند ته د راستنولو لپاره د پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.

د مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار یو شمیر سیمه ییز چارواکي، د نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي، دیني عالمان او قومي مشران هم حاضر وو.

د راپورونو له مخې، دا مرکز ۵۰ لویې خونې، طبي تجهیزات، درمل او د روږدو کسانو د درملنې لپاره اړین اسانتیاوې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button