د دید خبري اژانس: د طالبانو د فواید عامې وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګ لویې لارې د شمالي او جنوبي برخو د بیارغونې بهیر بیاکتنه کړ او د ژمي د موسم له پیل څخه مخکې یې د دې پروژې د لوړ کیفیت بشپړولو ټینګار وکړ.

د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د دې لارې په بیلابیلو برخو کې د قیر اچول، کانکریټ اچول، د پلونو، پلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول په چټکۍ سره روان دي.
هغه له قراردادي شرکتونو څخه هم وغوښتل چې د لوړ کیفیت لرونکي موادو څخه کار واخلي او د تخنیکي معیارونو سره سم په ټاکل شوي وخت کې پروژې بشپړې کړي.
د قراردادي شرکتونو چارواکو هم ډاډ ورکړی چې دوی به د ژمي له پیل څخه مخکې پلان شوي کار په چټکۍ او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړ کړي.