افغانستانخبر

په کندهار کې دوه ترافیکي پیښې؛ څلور کسان ووژل شول

د دید خبري اژانس: په کندهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

لومړۍ ترافیکي پیښه د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سربند سیمه کې رامنځته شوه چې له امله یې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شو.

سرچینه وايي چې دا پیښه د جمعې په ورځ ناوخته هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو موټر له موټرسایکل سره ټکر وکړ.

د سرچینې په وینا، په موټرسایکل سپاره دوه ځوانان په دې پیښه کې مړه شول او یو بل ټپي شو. د موټر چلوونکی هم د پیښې له ځایه تښتیدلی دی.

په ورته وخت کې، یوه بله سرچینه وايي چې نن سهار په میوند ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پیښه کې دوه کسان مړه شول.

سرچینه وايي چې دا پیښه د “میرا” موټر له موټرسایکل سره د ټکر وروسته رامنځته شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button