د دید خبري اژانس: په کویت کې د طالبانو د حکومت شارژدافیر محمد شفیق خطیب، د کويټي پانګوال عجیج خلف او د دې هیواد له یو شمیر سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل، او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د پانګونې فرصتونه له نږدې وګوري او د هیواد د اقتصاد په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

په کویت کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې پدې غونډه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او د پانګونې لپاره د شته فرصتونو په اړه بحث وشو.
د طالبانو حکومت د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره هڅه کوي.