د دید خبري اژانس: د افغانستان د چارو لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ ترکیې، پاکستان او افغانستان ته د لس ورځني سفر په ترڅ کې د دغو هیوادونو له چارواکو سره ولیدل. دا سفر د کابل او اسلام آباد ترمنځ د امنیتي او سیاسي ننګونو په رڼا کې ځانګړی اهمیت لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د چارو لپاره د هیواد ځانګړي استازي یو شیاویونګ د ۲۰۲۶ د جولای له ۳۰ څخه تر اګست ۸، پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ.
په لومړي تمځای کې، هغه په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي آسیا د عمومي رییس جهاد ارګینای سره ولیدل او د متقابلو ګټو په مسلو یې خبرې وکړې.
بیا شیاویونګ اسلام آباد او کابل ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو له چارواکو سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او پراختیا په لارو چارو خبرې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډو نور جزئیات خپاره نه کړل، خو دا سفر په داسې وخت کې وشو چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې له جدي امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.
دا ډیپلوماتیک اقدام د سیمه ییزو بحرانونو د مدیریت او د افغانستان په شاوخوا کې د سیاسي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د بیجینګ هڅې منعکسوي.