افغانستانخبر

ملګرو ملتونو په کابل کې د ۱۱ کسانو د وژنې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په کابل کې د امنیتي عملیاتو پر مهال د خلکو د وژل کېدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

بنټ په یوه پیغام کې ویلي، چې پرون په کابل کې د یوې امنیتي پېښې په ترڅ کې څلور کسان په ډزو ووژل شول او اووه نور کسان په دې وروستیو کې د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې ووژل شول.

هغه د دغو پېښو د سمدستي، بې پرې او خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د وژونکي ځواک هر ډول کارول باید د اړتیا او تناسب د اصولو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو مطابق وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي یادونه وکړه چې په امنیتي عملیاتو کې د وژونکي ځواک کارولو په اړه باید شفافیت او حساب ورکونه وي.

په افغانستان کې د فقر او لوږې له خپریدو سره په کابل کې د جرمونو ګراف مخ په لوړیدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button