روستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د تاشکند کنفرانس په څنډه کې؛

د پاکستان استازې امیر خان متقي او د برتانیې له استازي سره وکتل

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د تاشکند د نړیوال کنفرانس په څنډه کې یې د طا-لبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقی او د افغانستان په چارو کې د برتانیی له ځانګړي استازي نیکل کیسی سره وکتل.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه ټویټ کې ویلي چې د تاشکند د نړیوال کنفرانس په څنډه کې یې د طا-لبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د علاقې وړ مسایلو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
صادق لیکلي: په تاشکند کې د افغانستان د نړیوال کنفرانس په څنډه کې زما لومړۍ کتنه د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وه. موږ د دوه اړخیزو ګټو په موضوعاتو خبرې وکړې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د نه کارول شوي برخو په اړه سلا مشورې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان لپاره يې د بريتانيا له ځانګړي استازي نيګل کيسي سره هم ليدلي، خو د خپلې ليدنې په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا