د دید خبري اژانس: د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکي وايي چې د اعتباري استوګنې اسنادو پرته د افغان اتباعو د پیژندلو او شړلو پروسه په ټول ولایت کې ګړندی شوې ده.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د “بهرني اتباعو د امنیت واحد” ځواکونه په استوګنیزو سیمو او بازارونو کې عملیات ترسره کوي، هغه افغانان نیسي چې په پاکستان کې د اعتباري ویزو پرته ژوند کوي او افغانستان ته د شړلو لپاره یې توقیف ځایونو ته لیږدوي.
د دې ادارې د احصایو له مخې، تر دې دمه ۲ میلیونه ۶۸۹ زره ۲۹۵ افغان اتباع له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۴۰ زره ۴۶۸ تنه د پنجاب څخه وو.
همدارنګه، په ټول پنجاب کې ۳۹ توقیف ځایونه فعال دي او ۱۸۸ افغان اتباع اوس مهال په دې مرکزونو کې ژوند کوي. د نوم لیکنې او اداري پړاوونو بشپړولو وروسته، نیول شوي کسان د تورخم له لارې افغان چارواکو ته سپارل کیږي.