اسلایدشوافغانستانخبر

د تېلو تصفیه خانه په سرپل کې فعالیت پیل وکړ

د دید خبري اژانس: د تېلو تصفیه خانه په سرپل ولایت کې د ۳۰ ملیون ډالرو پانګونې سره فعالیت پیل کړی، چې هره ورځ د ۶۰۰ ټنو خامو تېلو تصفیه کولو ظرفیت لري.

د تصفیه خانې چارواکي وايي چې د اړتیا وړ خام تېل د قشقري، زمردساي او انګوت څاګانو په ګډون د آمو سیند د تېلو له ساحې څخه چمتو کیږي، او له تصفیه کولو وروسته یې په ډیزل، پټرول او مازوت بدلیږي.

د تصفیه خانې مالي او اداري رییس حسیب الله امیرزی د افغانستان د تېلو د تولید د زیاتوالي لپاره د کورنیو خامو تېلو کارول یو مهم ګام ګڼي.

تخنیکي چارواکي دا هم وايي چې د تصفیه خانې پروسه د حکومت لخوا ټاکل شوي معیارونو سره سم ترسره کیږي او په تصفیه خانه کې له ۱۰۰ څخه ډیر خلک په کار ګمارل شوي دي.

افغانستان هره ورځ شاوخوا ۱۰،۰۰۰ ټنه پټرولیم محصولاتو ته اړتیا لري، او چارواکي هیله لري چې د کورني تولید ظرفیت لوړول به د دې اړتیا یوه برخه پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button