اسلایدشوافغانستانخبر

مجاهد: د هیواد په لرې پرتو سیمو کې ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي

د دید خبري اژانس: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان په لرې پرتو او محرومو سیمو کې ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي دي.

د هیواد په لرې پرتو سیمو کې ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي
د مجاهد په وینا، په هیواد کې د مخابراتي زیربناوو د پراختیا پروسه دوام لري او ۱۵۰ نور مخابراتي انتنونه فعال شوي دي.

هغه د ۸۵۱ کیلومتره انټرنیټ شبکې د پراختیا اعلان هم وکړ او زیاته یې کړه چې د مخابراتي سایټونو د کیفیت د ښه کولو او ظرفیت لوړولو لپاره د مخابراتو او انټرنیټ شرکتونو ته فریکونسۍ هم ورکړل شوې دي.

د طالبانو ویاند وویل چې د دې اقداماتو هدف د افغانستان په محرومو سیمو کې مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی پراخول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button