د دید خبري اژانس: په هلمند کې د طالبانو د پولیسو چارواکي وايي چې د دې ولایت د ترهګرۍ ضد ځواکونو په تیرو پنځو میاشتو کې په لښکرګاه ښار او یو شمیر ولسوالیو کې په جلا عملیاتو کې ۹۱ وسلې، یوه لویه اندازه مهمات او پوځي تجهیزات نیولي دي.

د پولیسو په وینا، د دې وسلو د ذخیره کولو او لیږدولو په تړاو ۳۰ کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند پولیسو زیاته کړه چې د نیول شویو وسلو په منځ کې ۵۹ ټوپکونه، اته کلاشینکوفونه، ۲۱ کرمشیک ټوپکونه، دوه ټي ټي ټوپکونه او یو راکټ لانچر شامل دي.
۱۹۶۷ لیزر څراغونه، څلور زغره وال ډالونه، یو زیات شمیر پوځي انتنونه، زرګونه سپکې او درنې وسلې او یو زیات شمیر نور پوځي تجهیزات هم نیول شوي دي.