د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د اوبو پروژو د پلي کولو لپاره یې د جاپان د PMS انسټیټیوټ سره د دوه ملیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی.

د دې تړون له مخې، په راتلونکو دوو کلونو کې به ۱۰ چک ډیمونه، درې د اوبو زیرمې، درې بندونه او درې کانالونه جوړ شي، او یو کاریز به هم بیا رغول شي.
وزارت ویلي چې د پروژو په بشپړیدو سره به شاوخوا ۳۰۵ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او له ۱۲۰۰ څخه ډیرې کورنۍ به د هغې له ګټو څخه ګټه پورته کړي.