افغانستانخبر

اروپايي اتحادیې د افغانستان د وترنري سکټور لپاره ۱۱ میلیونه یورو ځانګړې کړې

د دید خبري اژانس: د وترنري خدمتونو د پیاوړتیا، د څارویو د روغتیا د ښه والي، د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښه والي او د اقلیم د بدلون په وړاندې د مقاومت لرونکي ژوندانه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پلاوي اعلان وکړ چې د افغان وترنري کاري ځواک د ودې په اړه په غونډه کې يې د وترنري خدمتونو د پياوړتيا، د څارويو د روغتيا د ښه والي، د خوړو د امنيت د ښه والي او د اقليمي بدلون په وړاندې د مقاومت د ژوندانه د ملاتړ لپاره د ۱۱ ميليونه يورو مالي مرستې اعلان وکړ.

د دغې اعلامیې له مخې، دغه پروګرام به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې پلی شي او شاوخوا ۳۰۰ زره کورنۍ به د مالدارۍ او وترنری خدمتونو په برخو کې له ګټې اخیستنې برخمنې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button