د دید خبري اژانس: د کابل – هرات د الوتنې يو شمېر مسافر د دې هوايي لارې پر پرله پسې ځنډ د نيوکې ترڅنګ وايي، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ساعتونو لپاره بند پاتې دي او د ټکټ د درانه فيس په ورکولو سره له پراخې بې نظمۍ او د الوتنې د وخت له پرله پسې بدلونونو سره مخ دي.

د کابل-هرات د الوتنې مسافر د دې هوايي لارې پر پرله پسې ځنډ نیوکه کوي او وايي چې له دقیقو معلوماتو پرته د ساعتونو لپاره د کابل په هوايي ډګر کې بند پاتې دي. د دوی په خبره، دا الوتنه په لومړي سر کې د سهار لس بجې شوې وه، خو وخت یې د ماسپښین دوه بجې او بیا د مازدیګر ۵ بجو ته بدل شو او مسافر یې څو ځلې د بیاکتنه له بهیره تیرېدل او هر ځل یې له نوي ځنډ سره مخ شول.
مسافرین وايي، چې د دې ناکراریو له امله د خلکو په منځ کې ناروغان، بوډاګان، ښځې او ماشومان هم وو او ډېری یې د کار ګمارنې، جنازې، کورنۍ ناستې او مهم پلانونه له لاسه ورکړي دي. ځینو دا هم ټینګار کاوه چې که دوی د ځمکې له لارې سفر کړی وای، نو شاید مخکې به خپل منزل ته رسېدلی وای.
دغو مسافرو د طالبانو د حکومت له مسوولينو وغوښتل چې د هوايي ډګرونو حالت دې وڅيړي او د مسافرو له حقوقو دې دفاع وکړي.