امنیت او حوادثخبرسیمه

د سوات ځانمرګی برید؛ پاکستان وايي برید کوونکی افغان وګړی و

د دید خبری اژانس: پاکستانی چارواکو اعلان کړی چې لومړنۍ څیړنې ښیی چې په سوات کې د پولیسو پر مرکز د ځانمرګی برید عامل چې ۱۴ تنه یې ووژل، یو افغان تبعه و. د دغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

پاکستاني رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې د بریدګر غوڅ شوی سر د چاودنې په ځای کې موندل شوی او لومړنیو څېړنو ښودلې چې نوموړی یو افغان وګړی و. چارواکو ټینګار کړی چې د دې ادعا د تایید لپاره هیڅ اسناد یا نور جزئیات نه دي خپاره شوي او تحقیقات روان دي.

دا برید د یکشنبې په ورځ د اسد په ۱۱ مه د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د کبل امنیه قوماندانۍ دروازې ته څېرمه په داسې حال کې شوی چې خلکو په سیمه کې د ناامنیو د زیاتوالي پر ضد مظاهره کوله. چاودنې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د سیمه ییزو پولیسو یوه جګپوړي چارواکي فداحسین رویټرز ته ویلي چې په قربانیانو کې پنځه پولیس افسران او اته ملکي وګړي شامل دي، او دا چې ۱۴م وژل شوی “شاید” ځانمرګی بریدګر و.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button